دیدار وزیر صحت عامه با نمایندگان اتحادیه خدمات دوایی افغانستان
د عامې روغتيا نوماند او چار سمبالى وزير ډاکتر احمد جواد عثماني دافغانستان ددرملو له نماينده سره دليدنې پرمهال خبرې وکړې.
په دغې ناسته کې يادو نماينده ګانو خپلو ستونزو او وړانديزونو د حل په موخه افغانستان ته ددرملو را واردولو وو وړاندې کړل او له عامې روغتيا وزارت څخه يي په دغه برخه کې د مرستو غوښته وکړه.
دافغانستان درملو د اتحاديي رئيس ډاکتر نعمت الله ستانګزى د کندهار ولايت په ګمرک کې د 70 کانټينرانو درمل چې د څه ستونزو په موخه هلته درول شوي دي او ددغو د ستونزو د حل په موخه د عامې روغتيا نوماند او چارسمبالى وزير څخه پدې بخه کې غوښته وکړه او همدارنګه وويل يي: موږ پلان لرو يولړ درمل د الوتکې له لارې هيواد ته راوړ، نو پدې برخه کې دې د روغتيا وزارت له رهبرۍ غوښتنه کوو چې له مسٶلو بنسټونو سره مرسته وکړي تر ځو موږ وکلاى شو په اسانى سره درمل هيواد ته را وارد کړو.
د عامې روغتيا نوماند وزير په افغانستان کې ددرملو د بنسټ څخه د منننې تر څنګ وويل: موږ له تاسو سره همکار يو له تاسو غواړو چې د کيفت لرونکي درمل راوادر کړئ.
کرونا ويروس پروړاندې مبارزه زما له لومړيتوبونو څخه ده او هر شخص چې ماسيوا د کوم دليل تاسو ته ستوزې پيدا کوي موږ په جيريان کې کړئ تر څو موږ ژر تر ژره هغوى وپيژنو او د پيداکولو په لټه کې يي شو.
ډاکتر عثماني مسٶلو ادارو ته لارښونه وکړه چې په کندهار ولايت کې د 70 کانتنرانو درملو نيولو په پار د مالې وزارت په جير کې کړئ تر څو دغه ستونزه حل کړي، او همدارنګه د ياد بنسټ له مسٶلينو يي وغوښتل چې کوم درمل چې افغانستان ته واردوى نو هغه ليست له موږ سره شريک کړئ تر څو موږ له بهرنيو چارو وزارت سره په اړيکه کې شو چې تاسو ته ددرملو په واردولو کې کومه ستونزه رامنځ ته نشي او ستاسو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.