د آسیا پراختیایي بانک لخوا د روغتیایي توکو یوه کڅوړه د عامې روغتیا وزارت وسپارل شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۳:۲۴
د آسیا پراختیایي بانک لخوا د روغتیایي توکو یوه کڅوړه د عامې روغتیا وزارت وسپارل شوه

د آسیا پراختیایي بانک (ADB) لخوا د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان حکومت سره د روغتیایي توکو شوې مرسته نن د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

دغه کڅوړه کې، د ۹۱۳۰۰۰ ډالرو په ارزښت محافظتي کېټونه، ماسک، محافظتي عینکې، فیس شیلد او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې څو قلمه نور روغتیایي توکي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال په دې غونډه کې وویل: زه د افغانستان حکومت او د روغتیا سکتور په استازولۍ د آسیا پراختیایي بانک د مرستې له امله مننه کوم او هیله مندیم چې دغه مرستې د روغتیایي خدمتونو او کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د روغتیا سکتور سره دوام پیدا کړي.

همدا ډول ډاکټر زمریال زیاته کړه چې د غه روغتیایي توکو رول به د روغتیایي کار کونکو په ساتنه، پاملرنه او د کورونا ویروس ناروغانو د درملنې برخه کې اغېزمن وي.

د یادونې وړ ده چې دغه مرسته د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د افغانستان حکومت سره د آسیا پراختیايي بانک لخوا لومړۍ مرسته نه بلکې دغه بانک د افغانستان خلکو سره ډېرې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS