د آسیا پرمختیايي بانک لخوا شوې مرسته د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت ته د آسیا پرمختیايي بانک (ADB) لخوا د کورونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د روغتیایي توکو د مرستې لومړنی کڅوړه نن رسمأ د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معنیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر وویل: " چې په مرسته شویو روغتیایي توکو کې دوه قلمه مواد چې چپن او د بوټ پوښونه شامل دي نوموړي زیات کړې چې یاد شوې مرسته به د روغتیایي کارکوونکو لپاره د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې ارزښتمن تمام شي.
ډاکټر قدیر زیاته کړه چې د دې طبي توکو مجموعي ارزښت421000 ډالره دی چې د آسیا پرمختیايي بانک لخوا ورکړل شوي دي، د یادونې وړده چې نورې مرستې به په نږدې راتلونکي کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.
د آسیا پرمختیايي بانک (ADB) د افغانستان حکومت سره ژمنه کړې چې 2.7 ملیون ډالربه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي کارکوونکو د پاملرنې او ځان ساتنې په پار د محافظتي کېټونو په اخیستلو مصرف کړي.