د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت له لوري اړوندو ریاستونو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۲۷
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د یاد معینیت مشاورینو او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و، چې په کې د تېرې ناستې د پرېکړو او په اړه یې د تر سره شویو اجرااتو، د اړوندو ریاستونو میاشتني فعالیتونو او لاسته راوړنو، ستونزو د حل او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

یاده غونډه کې د پورته موضوعاتو په اړه تخنیکي بحث تر سره او د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره یو شمېر وړاندیزونه شریک شول.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د فعالیتونو په لا ښه والي ټینګار وکړ او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته یې د سپارل شویو چارو برخه کې د کړنو او فعالیتونو د تعقیب په موخه لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS