د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د توبرکلوز (TB) د کنټرول ملي برنامې د درې کلنو فعالیتونو د بیاکتنې تخنیکي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۴۷
moph

په دې غونډه کې چې موخه یې د توبرکلوز د کنټرول ملي برنامې د تېرو درې کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه، د نیمګړتیاوو او ستونزو حل، د راتلونکو کلونو لپاره د ستراتیژیکو پلانونو اصلاح کول او د یو ملي ستراتیژیک پلان بنسټ ایښودل و، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوند ریاست مسؤلینو، روغتیا نړیوال سازمان او UNDP استازو ګډون درلود.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د توبرکلوز د کنټرول ملي برنامې د مسؤلینو له هڅو او نړیوالو ادارو له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د توبرکلوز د کنټرول ملي برنامه ډېر ارزښت لري او اړوند مسؤلین یې باید خپلو فعالیتونو ته په بشپړ شفافیت، اخلاص او ځیرکتیا ادامه وکړي؛ ترڅو په دې برخه کې خلکو ته لازم او اغېزمن خدمات وړاندې شي.

همدارنګه، د توبرکلوز د کنټرول ملي برنامې مسئول، ډاکټر علي محمد امین د یادې برنامې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او نورو اړوندو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې برنامې د فعالیتو بیاکتنه هر درې کاله وروسته ترسره کېږي؛ ترڅو شته ستونزې حل، خدمات لا معیاري او باکیفیته شي.

بل لور د نړیوالو همکارو ادارو استازو هم په یاده برخه کې خپل نظرونه او معلومات شریک کړل او هم یې په دغه برخه کې د خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه وکړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS