د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د سترګو غوره لید او وړوندوالي څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۴۳
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د سترګو سالم استعمال او ساتنې په اړه هر اړخیزه وینا ترسره کړه، په دې اړه یې د عامه پوهاوي پروګرامونه اړین وبلل او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې هېوادوالو ته په ټولو روغتیایي برخو کې باکیفیته او عادلانه خدمات وړاندې کړي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال وویل، سترګې د الله تعالی ستر نعمت دی، نو لازمه ده چې غوره ساتنه یې وشي، د موبایل او نورو الیکترونیکي وسایلو په کارونه کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي او له هغو کارونو څخه باید ډډه وشي، چې سترګو ته زیان رسوي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام مبارک دین له نظره د سترګو د سمې کارونې ارزښت او نظر ساتلو په اړه هر اړخیزه وینا ترسره کړه او ویې ویل، الله ﷻ هغه چاته ظالم او جاهل ویلی، چې د خپل بدن د اعضاؤ ساتنه نه کوي.

همداراز، د لومړنیو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث وویل، زموږ ګرځنده روغتیایي ټیمونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د سترګو درملنې برخه کې بېلابېل خدمات وړاندې کوي، چې په کې د سترګو معاینات، عینکې او د سترګو پردو عملیاتونه شامل دي او د عامې روغتیا وزارت په ځانګړې پاملرنه به دغه خدمات لا پراخ شي.

ورته مهال، نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون رئیس، ډاکټر ظاهر ګل ځدراڼ د سترګو سالم ساتلو لپاره د عامه پوهاوي کچې زیاتوالی، په دې برخه کې د تخصصي خدماتو پراختیا، خدماتو ته د خلکو اسانه لاسرسی او د لګښتونو کمښت اړین وباله او هم یې ګډونوالو ته د نور ملي او تخصصي روغتون د خدماتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د یادې غونډې په پای کې د سترګو د روغتیایي پاملرنې ملي همغږۍ امر، ډاکټر اغامحمد عابد طوطاخېل د سترګو ړوندوالي لاملونو په اړه هر اړخیزه وینا ترسره او ګډونوالو ته یې د یاد امریت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، زموږ روغتیایي ټیمونه به راتلونکو نږدې ورځو کې د کابل ولایت احمد شاه بابا مینې سیمه کې د سترګو پردو ۲۰۰ عملیات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS