د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر، اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
MOPH

په دې کتنه کې افغانستان ته د ازبکستان هېواد څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ازبکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل: "موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو".

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، هغه درمل چې له ازبکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردیږي باید اقلام او کمپنۍ یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت سره ثبت او راجسټر شي.

بل لور ازبکستاني پلاوي روغتیا برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ خوښي څرګنده او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو برخه یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۶۳ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دا مرسته د آغا خان نړیوال بنسټ له لوري د کاناډا حکومت په مالي ملاتړ سره په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې، چې په رسمي توګه د شهید وکیل زاده ولایتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS