د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر، ښاغلي ګزیز اکباسوف سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۵۷
MOPH

په دې لیدنه کې زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، سرطاني او د زړه ناروغیو برخو کې د همکاریو ، روغتیایي مراکزو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو، او د روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري اړینه وبلله او ویې ویل: (دا چې د هېواد په ختیځ کې د زلزلو له کبله خلکو ته په زیاته کچه زیانونه رسېدلي؛ نو په همدې موخه زلزله ځپلو ټپیانو ته باید لا په ښه توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي)

ښاغلي وزیر همداراز، له یاد هېواد څخه د زړه ناروغیو ، سرطاني ناروغیو ، راډیولوژي خدماتو او عصبي جراحي برخو کې د ظرفیت لوړونې او تجاربو شریکولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، قزاقستان په تېر کې هم د روغتیا برخه کې همکاري کړې او اوس هم تمه لرو ؛ چې په یادو برخو کې به خپلې تجربې او همکاري ترسره کوي.

بل لور د قزاقستان سفیر وویل: افغانستان زموږ دوست هېواد دی او هڅه کوو بېلا بېلو برخو کې افغان روغتیايي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره او روغتیا برخه کې ورسره دوامداره همکاري وکړو، نوموړي همدا راز ،د یو شل کسیز جراحي  تخنیکي ټیم د ژر راتګ وویل څو زلزله ځپلو ټپیانو ته وړیا جراحي عملیاتونه ترسره کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د پوهاند عبدالشکور رشاد عالي لېسې څه باندې ۲۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

BACK TO NEWS