د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ولږې پر ضد د مبارزې مؤسسې له مسؤلې سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۲۵
MOPH

په دې لیدنه کې د یادې مؤسسې مسؤلې، د خپلو فعالیتونو اړوند معلومات شریک او د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت، د خدماتو اړوند لګښتونو پر کمښت او د لمړیتوبونو پر اساس د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، د یادې مؤسسې مسؤلینو ته د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د خدمتونو وړاندې کولو، د هغو لګښتونو د بیا کتنې چې د دغې مؤسسې له لوري د خدماتو او دفتري لګښتونو لپاره ځانګړي شوي او د لومړیتوبونو په اساس د مؤثرو خدمتونو تر سره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS