د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا وزارت خالي بستونو لپاره الکترونیکي ازموینه پیل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۰
moph

په دې ازموینه کې چې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ګډون درلود، له ۱۰۰ څخه زیاتو خالي بستونو لپاره ترې ازموینه واخیستل شوه او دا بهیر په درې پړاوونو کې ترسره کېږي، چې دغه اقدام د ازادې سیالۍ له لارې د وړ، مسلکي او ژمنو کسانو د جذبولو لپاره ترسره شوی؛ څو د هېواد روغتیايي سکټور کاري وړتیا لا پیاوړې شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي وویل: (د ازادې سیالۍ له لارې د خالي بستونو ډکول د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه ترسره کېږي، خو له وړتیا او مسلک سره تقوا او دینداري هم لازمه ده).

ښاغلي مرستيال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې خالي بستونه مسلکي او متخصصو کسانو ته وسپاري او دا بهیر به په دوامداره توګه جاري وساتي؛ څو عدالت او شفافیت تأمین شي.

همدارنګه، د ملکي خدمتونو د ګمارنې د اسانتیا رئیس محمد حنان حقاني وویل، دا ازموینه په بشپړ شفافیت سره ترسره شوې او هېڅ ډول تخلف ته په کې اجازه نه ده ورکړل شوې.

 هغه ټینګار وکړ، چې ټول پړاوونه به د اصولو او مقرراتو سره سم پر مخ یووړل شي؛ څو ګمارنې د وړتیا پر بنسټ یقیني او د خلکو باور لا زیات پیاوړی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده یوولسمه فقره

وارداتي شرکتونه تر هېڅ عنوان لاندې نه شي کولای د خپلو فروشاتو د کچې لوړلو په موخه ډاکټرانو ته په مختلفو نومونو پیسې یا نور امتیازات ورکړي، له دې حکم څخه سرغړونکي به محکمې ته معرفي کېږي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز او استقلال تخصصي روغتونونو څخه څلورم پړاو نظارت ترسره شو

د ټرینر متخصصینو، ټریني ډاکټرانو د ستونزو او اکمال تخصص پروګرام د تشو ارزونې په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي چارو ریاست د څارنې ټیمونو د خیرخانې ۱۰۲ بستر او استقلال تخصصي. . .

BACK TO NEWS