د افغانستان  اسلامي امارت د عامي روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د عامي روغتیا له رئیسانو سره  انلاین لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۲:۱۶
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني هم په کې شتون درلود، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیا په برخه کې په دې ولایتونو کې موجوده ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او  د حل غوښتنه یې وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل: (د افغانستان اسلامي امارت رهبري او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې  د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي؛ تر څو د ټولو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او ټولو ته په مساوي ډول غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.)

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د عامې روغتیا د رئیسانو د ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه یوه کمېټه وټاکله؛ تر څو د ستونزو له څېړلو وروسته د دغه وزارت د امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي په بنګلادیش کې د درملو شرکتونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګلادیش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به. . .

BACK TO NEWS