د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند درې مرکزي روغتونونو لپاره نوي رئیسان معرفي شول
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي له لوري ښاغلی حمید الله نوید د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون د رئیس، ښاغلی نقیب الله جمشید د ۵۰ بستریز روغتون د رئیس او ښاغلی اسدالله د معلولینو او فزیکي بیارغونې روغتون د رئیس په توګه د یادو ریاستونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل یاد کړ او د ریاست الوزراء د محترم مقام د حکم له مخې د روغتیايي چارو د ښه والي او غوره همغږۍ په موخه یې نوموړي کسان یادو ریاستونو ته وروپېژندل.
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس د یادو روغتونونو نويو معرفي شویو رئيسانو ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یادو ریاستونو له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو روغتیايي ستونزې حل او پر وخت ورته رسېدنه وشي.