د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۶:۱۰
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوالو سازمان استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د ستر وژونکي سبب مخنیوی یاد کړ او د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره یې د حیواني او نباتي غوړو، مالګې او ګاز لرونکو مشروباتو له زیاتې کارونې په ډډه کولو ټینګار ته په اشارې وویل، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د هېواد ټولو وګړو ته په مساویانه توګه معیاري روغتیايي خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل، ډاکټر سمیع الله کریمي د زړه ناروغۍ عمده لاملونه د دځُنیاتو کارول، د وینې لوړ فشار او شکر ناروغۍ درلودل، د فزیکي فعالیت نه شتون او د مالګې او غیر معیاري غوړیو زیات کارول یاد کړل او د دغه ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه یې د ټولنې وګړو ته عامه پوهاوی اړین وباله.

بل لور د افغانستان د زړه او وعایوي ناروغیو د ټولنې مشر، ډاکټر عبدالواحد صدیقي ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ( زړه د بدن یوه حیاتي برخه ده او یو نارمل انسان چې ۷۰ کیلو وزن ولري زړه یې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰۰ لیتره وینه پمپ کوي او ۱۰۰ زره ضربان ترسره کوي؛ نو د دې لپاره چې یوه سالمه ټولنه، خوشحاله او اوږد مهاله ژوند ولرو اړتیا ده چې زړه ته ځانګړې پاملرنه وکړو.)

په یاده غونډه کې همداراز د روغتیا نړیوال سازمان استازي دلارا مینول او د صدري ابن سینا روغتون رئیس ډاکټر فریدون رحماني هم د زړه نړیوالې ورځې اړوند ګډونوالو ته خپلې ویناوې ترسره کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۳۳
Background image

په مرکز کابل کې د یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه تخنیکي څارنه تر سره شوه

عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ په مرکز کابل کې د الخدمت، فیصل، اریا سیټي، نعمان سادات، النبي، الخیر او کلثوم خصوصي روغتونونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

د خصوصي انسټېټیوټونو عمومي رئیس په لوګر ولایت کې د یو شمیر خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو څخه لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي انسټېټیوټونو عمومي رئیس، مولوي محمد ګلاب راشد او ورسره مل پلاوي  لوګر ولایت ته د سفر پرمهال له یو شمېر خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو لیدنه کې مسئولینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د روغتیايي خدمتونوو وړاندې کولو مرستیال د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونوو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د عامې. . .

BACK TO NEWS