د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير له مل پلاوي سره قطر هيواد ته په رسمي سفر روان شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۹:۲۳
moph

د عامې روغتیا وزير ښاغلی ډاکټر قلندر عباد به په دې سفر کې د تخنيکي مشورتي ګروپ سره په دوحه کې د څلور ورځو لپاره مجلس ولري ، په ياد مجلس کې به د روغتيا نړيوال سازمان ، يونيسف ، د افغانستان ملي عملياتي بيړني مرکز تخنيکي ټيم ، د ساري ناروغيو د کنټرول مرکز ، روټری انټرنيشنل او د ګاوي ادارې استازي شتون ولري ، د ياد مجلس موخه په افغانستان او پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د لمنځه وړلو پر څرنګوالي او لارو چارو خبرې تر سره کول دي چې د راتلونکي لپاره به په دوامدار شکل تخنيکي مشورتي ګروپ د پوليو محوه کولو پر څرنګوالي او حل لارو کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS