د اورتوپیدی تخنیکی او فزیوتراپی مصرفی موادو د تدارک او داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت د اورتوپیدی تخنیکی او فزیوتراپی مرکزونو د اړتیا وړ MOPH/DRP/NCB/1402/G01 شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د اورتوپیدی تخنیکی او فزیوتراپی مصرفی موادو د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکارتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدو له نېټې څخه د 18/07/1402  نېټې، د سه شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو خونې (اطاق) ته وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 350,000 (دری سوه پنځوس زره ) افغانۍ دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه د18/07/1402  نېټه، د سه شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیژی.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۹:۲۲ کابل - افغانستان
Background image

د ترکاری باب-میوه-اوهگی د داوطلبۍ خبرتیا

د افغان جاپان د ساری ناروغیو روغتون چی د عامی روغتیا وزارت پوری اړه لری. په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو څخه هیله لری چی د 1403 کال(د ترکاری باب-میوه-اوهگی) د تهیه او تدارک د پروژی په . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۱۷ کابل - افغانستان
Background image

د اته قلم ترکاري دري قلم میوي او یوه قلم هګی د تهيه او تدارک کول داوطلبی خبرتیا

 داندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت دتدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي تر څو د { د 1403 د مالی کال د اته قلم ترکاري دري قلم میوي او یوه قلم هګی د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۰:۳ کابل - افغانستان
Background image

د 1403 د مالی کال د یو قلم مایع ګاز د تهيه او تدارک کول

{ داندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت دتدارکاتو لوی مدیریت } ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي تر څو د { د 1403 د مالی کال د یو قلم مایع ګاز د تهيه او تدارک کول } داوط . . .

Back to tenders