د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د احمد شاه بابا مېنې روغتون د اړتیا وړ ۶۱ قلمه ریجنټونو چمتو کول او برابرولو پروژه د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره چې د ریفرینس شمېره یې ( MOPH /1404/NCB/G-3064)ده. د (نوي سالار سلطان لمټيډ شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت چې د ( 22267) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( دریمه حصه خیرخانه، مرکز کابل، ) کې دی، چې د تړون بیه یې {2,870,690} دوه میلیونه اته سوه اویا زره شپږ سوه نوي افغانۍ ده.
د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې کې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
