د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري تر څو (د هلمند ولایت بست ۳۵۰ بستریز تخصصي روغتون رغولو پروژه) چې د تړون شمېره یې(MOPH/1404/NCB/W-3065) ده، د (اعتماد میزان ودانیز شرکت) ته چې د (37474) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (نوی باچا خان واټ، 21 نمبر کور لومړی پوړ، کندهار) کې ده ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه یې (388,277,958.6) درې سوه اته اتیا میلیونه دوه سوه اووه اویا زره نهه سوه اته پنځوس اعشاریه شپږ افغانۍ کېږي.

حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک.

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G8

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو برابرو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ تر څو (د غزني  ولایت . . .

Back to tenders