د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د هیموډیالیز پروژې آمریت لپاره د 20 پایې هیموډیالیز ماشینونو او 5 پایې د اوبو د تقطیر ماشینونو  تړون چې د پېژندنې شمېره یې MOPH/HNDP/NCB/1403/G02)) ده. د (آریا نور الشفاء میډیکل Care لمیټیډ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د  (10685-0101) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ګل سرخ څلور لارې د فیصل روغتون ترڅنګ لومړی کوڅه لومړی اپارتمان، مرکز کابل، افغانستان) کې دی. چې د تړون بیه یې (21,500,000) یوویشت میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ ده.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د درملو عمومي مدیریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

 د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۳۲ قلمه درملو پروژې داوطلبۍ پروسه کې چی د (MOPH/CPC/NCB/1404/G003) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۴۶
Background image

موضوع: د (21.430) کیلو ګرامه رسوبي نقرې لیلام

د راډیولوژي ملي انسټیټیوټ امریت (21.430) کیلو ګرامه رسوبي نقره د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د لیلام له لارې پلورلو ته وړاندې کوي.

هغه اشخاص، مؤسسې او شرکتونه چې د یادې رسوبي نقرې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۵۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1404 مالي کال لپاره د 21 قلمه البسې (لباس) تهيه او تدارک کول 

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1404/G10

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت لخوا ټولو په شرایطو برابرو . . .

Back to tenders