د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو د پراختیا په موخه تعقیبي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۲۹
moph

دا ناسته د تېرو ناستو په تعقیب د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یاد معینیت کې ترسره شوه، چې په کې د پلان او پالیسۍ، خصوصي روغتیايي سکټور، اکمال تخصص، ICU، معالجوي طب، د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ریاست او روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د اماراتي روغتونونو د ملاتړ سربېره، موږ د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو پر بنسټ د روغتونونو او خصوصي روغتیایي سکټور ملاتړ ته ژمن یو او هڅه کوو، ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ خلکو ته د خصوصي سکټور له لوري اغېزمن او ګټور روغتیايي خدمات وړاندې شي او دا پروسه به نه یوازې خدمات ښه کړي، بلکې شفافیت او خوندیتوب به هم تامین کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS