د خصوصي ښوونځیو د بیا پرانیستلو طرحه د یوې ناستې په ترڅ کې تر ارزونې لاندې ونیول شوه
چهارشنبه، چنګاښ ٩/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال، ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده، په ملي شورا کې د خلکو استازو، خصوصي ښوونځیو، پوهنې، لوړو زده کړو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو له استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د خصوصي ښوونځيو د بیا پرانیستلو طرحه تر ارزونې لاندې ونیوله.
په دې ناسته کې د خصوصي ښوونځیو استازو، د خپلو ښوونځیو د بیا پرانیستلو طرحې د پلي کېدو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره شریک کړل.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال؛ د خصوصي ښوونځیو د استازو طرحې د کتنې پرمهال ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت به د ارزونې او علمي شواهدو، د ارقامو اونیزه ارزونه او د هېواد په ولایتونو کې د کورونا ویروس وضعیت ته په کتو سره لازمې پرېکړې وکړي، چې دغه پرېکړې به له اړونده ادارو سره شریکې شي.
سربېره پردې، ډاکتر میرزا زاده، د ښوونکو د ملاتړ په پار د دولت لخوا د یوې طرحې د جوړولو په اړه ګډونوالو سره خبرې وکړې او د خصوصي ښوونځي له استازو یې وغوښتل چې د هغه ښوونکو لېست دې ترتیب کړي چې د کورونا واکسین پروګرام څخه پاتې شوي او د عامې روغتیا وزارت سره دې شریک کړي، ترڅو د یو منظم پروګرام له لارې د واکسین تر پوښښ لاندې ونیول شي.
له بلې خوا، په ملي شورا کې د خلکو استازو، د پوهنې، لوړو زده کړو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو استازو د خصوصي ښوونځیو د بیا پرانیستلو طرحې په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې خپل نظریات او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.