د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده شپږمه فقره
که د درملو توریدوونکی شرکت د عامې روغتيا او کرنې په وزارتونو کې د ثبت شوې پروفورمې ۷۰ سلنه د پروفورمې د تعيين شوي عمر په جريان کې وارد نه کړي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندې تأديبي سزا ورکول کېږي:
الف- په لومړي ځل د يو کال لپاره ياد شرکت د همغه قلم درملو له ثبت څخه محرومول.
ب- په دوهم ځل يې د دوو کلونو لپاره د همغه قلم درملو له ثبت څخه محرومول.
ج- په درېيم ځل يې د همغه قلم درملو د ثبت تصديق پاڼه لغوه كول.
