د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده پنځمه فقره
که د درملو توریدوونکی شرکت افغانستان ته له مخكني مهالوېش سره سم د هغو ارفان درملو په واردولو اقدام ونه کړي چې د عامې روغتيا وزارت له خوا ورته د توريد سپارښتنه شوې وي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندي تعزيري سزا ورکول کېږي:
الف- په لومړي ځل يې، فعاليت د یوې مياشتې لپاره ځنډول.
ب- د تکرار په صورت کې، د تېرې سزا دوه چنده ورکول.
