د خوړو او درملو مرستیال هند هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ګجرات کې د طبي او خوراکي توکو له تولیدي کارخانو لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ګجرات ایالت د طبي تجهیزاتو د تولید، خوراکي توکو د تولید او د طبي محصولاتو د خامو موادو د تولید له کارخانو څخه لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت پلاوي په یادو کارخانو کې د تولید بهیر، تخنیکي ظرفیتونو، د ټکنالوژۍ کارونې او د کیفیت د معیارونو د رعایت وضعیت وڅېړه او د معیاري طبي تجهیزاتو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د خامو موادو د تولید او برابرولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له شته ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې د زمینې په اړه خبرې وشوې.
د لیدنو په پای کې هوکړه وشوه چې یادې کارخونې به د خپلو تولیدي محصولاتو او اقلامو بشپړ لېست له افغان لوري سره شریک کړي؛ څو د اړتیاوو له ارزونې او پېژندنې وروسته د مناسبې بیې په بدل کې د باکیفیته او معیاري محصولاتو د برابرولو زمینه برابره شي.
همدارنګه، د تجربو او ټکنالوژۍ د لېږد او په هېواد کې دننه د طبي تجهیزاتو د تولید د زمینې برابرولو په موخه د طبي تجهیزاتو د تولید کارخونې مسؤلينو ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړل شوه.
