د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لپاره د دوه قسمه تېلو "ډیزل او پطرول" د داوطلبۍ پروسه کې چې (MOPH/1404 /NCB/G -1271) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت د https://tenders.ageops.af سایټ له لارې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلې بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 18/04/1404 هـ ش نېټې، د چهار شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري.

نوټ: ناوخته را رسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه (آفرونه) د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (180,000) یو سلو اتیا زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 18/04/1404 هـ ش نېټه، چهار شنبه ورځ سهار 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو د قانون د مادو او د دې وزارت د لنډمهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د شېخ زاید روغتون ریاست ټولو هغو په شرایط برابر او وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو {د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ۱۵,۰۰۰ پنځلس زره لیټره ډیزل تېلو د تدارک او برابرولو} په داوطلبۍ کې چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د . . .

Back to tenders