د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د زرقي محلولاتو فابریکې اړوند اداري ودانۍ د پخو او خامو موادو ډیپوګانو رغولو پروژه چې د MOPH/1404/NCB/W-1613 ریفرینس شمېرې لورونکې ده، د درېیم ځل داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرط پاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه تر لاسه کړي او د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرط پاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر سه شنبې ورځې پورې  11/01/1447 هـ ق چې د 17/04/1404 هـ ش نیټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان مېنې ته څېرمه موقعیت لري، د تدارکاتو ریاست د آفر (وړاندېزونو) پرانست خونې ته وسپاري.

یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د (1,453,000) یو میلیون او څلور سوه دري پنځوس زره افغانیو په ارزښت د یو اعتباري بانک د ګرنټۍ په بڼه دی او د آفر پرانستو غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو د قانون د مادو او د دې وزارت د لنډمهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د شېخ زاید روغتون ریاست ټولو هغو په شرایط برابر او وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو {د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ۱۵,۰۰۰ پنځلس زره لیټره ډیزل تېلو د تدارک او برابرولو} په داوطلبۍ کې چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د . . .

Back to tenders