د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د رابعه بلخي ریاست ټولو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 48 قلمه طبي ملزمې پروژه چې د ( MOPH/ RBH/1403/NCB/G010) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یاد ادارې د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د 05/10/1403هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چې د روغتون په B بلاک کې شتون لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (250000) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دی او د آفرونو پرانیستلو غونډه د 05/10/1403 هـ ش نېټه، د سهار په لسو بجو د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې کې ترسره کېږی.