د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د 1404 مالي کال لپاره د یوه قلم مایع ګاز تهيه او تدارک کول
شماره MOPH/NCB/IGICH/1404/G3
اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو مدیریت له لوري ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د 1404 مالي کال لپاره د یو قلم مایع ګاز تهيه او تدارک کولو داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوې شرطپاڼې کاپي په وړیا ډول اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ د تدارکاتو مدیریت څخه په فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، دتدارکاتو قانون، کړنلارې او په شرطپاڼي کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) په سرتړلي ډول د خبرتیا نېټې د خپرولو څخه بیا تر {د 1403/10/30{ نېټې یکشنبې ورځ سهار لس بجو پورې اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ ته چې د وزیر اکبر خان مېنې کې موقیعت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلې او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانک ګرنټۍ په بڼه د یو اعتبار لرونکي بانک څخه (38,500) اته دېرش زره افغانۍ دي، چې د شرطپاڼي سره مل يې د روغتون د غونډو تالار ته وسپارئ.
د آفر پرانیستلو غونډه د {1403/10/30} نېټه یکشنبې ورځ سهار 10:00 بجې د یاد روغتون د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.