د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د رابعه بلخي روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د 9500 بالونه طبي اکسیجن پروژې چې د ریفرینس ګڼه یې ( MOPH/ RBH/1404/NCB/G003) ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یاد روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 22/11/1403هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چې دوهمې ناحیې اړوند فروشګاه سیمه کې موقیعت لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (100000) سل زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستې غونډه د 22/11/1403هـ ش نېټه، د سهار په لسو بجو د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) کې ترسره کېږي.