د دایکندي ولایت له استازو سره د عامې روغتیا وزارت د سرپرست لیدنه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲
د دایکندي ولایت له استازو سره د عامې روغتیا وزارت د سرپرست لیدنه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د خپل کار په دفتر کې د دایکندي ولایت د مدني ټولنې له استازو، مشرانو او مخورو خلکو سره وکتل.

په دې ناسته کې د دایکندي ولایت استازو د عامې روغتیا وزارت له مشر سره د دې ولایت روغتیایي ننګونې شریکې کړې او په دغه ولایت کې په ځانګړي ډول سنګ تخت ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکزونو د زیاتوالي غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه ولایت د ننګونو د اورېدو پرمهال وویل: چې د جغرافیایي او د سړکونو ستونزو له امله د دایکندي ولایت محرومیت د درک کولو وړ دی.

ډاکټر مجروح د دغه ولایت د روغتیایي ستونزو د حل په پار د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ولایت مالي سرچینې، روغتیایي اړتیاوې تحلیل او وارزوي او د بودیجې د شتون په صورت کې د دوی د ننګونو حلولو لپاره اقدامات وکړي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دایکندي ولایت د روغتیايي خدمتونو پلي کونکې مؤسسې مسؤل کابل ته را وغواړي ترڅو هغه شکایتونه چې د دې مؤسسې د کاري غفلت په اړه موجود دي تر څېړنې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS