د دیابت/شکرې ناروغۍ د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت نن د یوې ناستې په ترڅ کې د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ د دې ناروغۍ پر وړاندې د خلکو عامه پوهاوي کچې د لوړولو نښو او علایمو په پار ونمانځله.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیرقدیر د شکرې ناروغۍ د ډېرېدو کچې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او هغه یې یوه جدي روغتیایي ستونزه وبلله.
ډاکټر قدیر د شکرې ناروغي په نړۍ کې د مړینې اتم مهم لامل وباله، ویې ویل چې په کال کې شاوخوا ۴۲۲ ملیونه خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي، چې د هغه له جملې څخه ۱.۶ ملیونه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه همدا راز وویل چې د فزیکي فعالیت نشتوالی، ناسالمه تغذیه، له دخانیاتو استفاده کول او د شکرې ناروغۍ د نښو او علایمو پر وړاندې د خلکو د عامه پوهاوي نشتون د شکر ناروغۍ د خپرېدو مهم عوامل دي.
ډاکټر قدیر د دې ناروغۍ د مخنیوي په تړاو د عامه پوهاوي برنامو د پیل یادونه وکړه او څرګنده یې کړه د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د دې ناروغۍ د نښو په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي، په پام کې ده چې د دې برنامې بهیر پیاوړی شي تر څو د دې ناروغۍ د نښو او علایمو په اړه د خلکو عامه پوهاوي کچه لوړه شي.
د مالي او اداري معنیت سرپرست د دې ناروغۍ په کنټرول کې د نرسانو پر رول ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې اوسمهال نرسان د رنځورپالنې نړۍ کې د روغتیایي کارکونکو نیمایي برخه جوړوي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پیټر وویل چې د شکرې ناروغۍ مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي لوړول مهم دي او دا سازمان ژمن دی چې د شکرې د ناروغۍ د کنټرول برنامو په پلي کولو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
ډاکټر پیټر د دې ناروغۍ په کنټرول کې د حکومت او ملي او نړیوالو روغتیا شریکانو رول مهم وباله او په ټولو مسولو بنسټونو یې غږ وکړ چې د دې ناروغۍ کنټرول او کمولو لپاره لا ډېره هڅه وکړي.
. په ورته وخت کې د شکرې د ملي اتحادیې استازي ډاکټر احمد کامران صالحزاده، په راتلونکو کلونو کې د نړۍ په کچه د شکرې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې شکر/دیابت د معلولیت یو له مهمو عواملو څخه دی.