د روغتونونو د خپلواکۍ طرحې پلي کول تر ارزونې لاندې ونیول شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۴:۲۶
د روغتونونو د خپلواکۍ طرحې پلي کول تر ارزونې لاندې ونیول شو

یکشنبه، چنګاښ ٦/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت، مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي، د کابل روغتونونو رییسانو سره په یوه ناسته کې د روغتونونو د خپلواکي طرحې د پلي کولو ازمایښتي مرحله تر ارزونې لانې ونیوله.

په دې ناسته کې لومړی، د روغتون د خپلواکۍ طرحه د دریو بېلابېلو پرزنټېشنونو په ترڅ کې ګډونوالو ته تشرېح شوه، وروسته د روغتونونو رییسانو د دې طرحې د ښه پلي کېدو لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د مالي او اداري مرستیالې د ګډونواولو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: د روغتونونو د استقلالیت/خپلواکۍ طرحې پلي کول به لومړی د کابل په څلورو روغتونونو کې په ازمایښتي توګه پیل شي او تمه کېږي چې دا طرحه به د مالي کال ترپایه د کابل په 21 دولتي روغتونونو کې پلي شي.

ډاکتر سالمي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو د خپلواکۍ طرحې د پلي کولو لپاره ټیمونه ګمارلي دي، ترڅو په دې برخه کې د روغتونونو له مسؤولینو سره همکاري وکړي او د روغتونونو له رییسانو څخه یې وغوښتل چې د دې طرحې په پلي کولو کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د روغتونونو خپلواکي طرحه د افغانستان دولت د کابینې غونډې لخوا تصویب شوې او دا طرحه به لومړی د استقلال، رابعه بلخي، اندراګاندي صحت طفل او د اتا ترک ملي روغتونونو کې په ازمایښتي توګه پلي شي او نورو روغتونونو کې به دا بهیر د مهالوېش مطابق تطبیق او پلي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۲۱
Background image

په زابل ، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د یو شمیر خوارکي توکو او درملتونونو څخه نطارت تر سره شو

په زابل، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د خوړو او درملو آمریتونو له لوري د یو شمېر خوراکي توکو او درملتونونو څخه د  نظارت په پایله کې (۹۷) قلمه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

BACK TO NEWS