د روغتیايي خدمتونو د کړنو د ارزونې ملي سروې پایلو وړاندې کولو لپاره ناسته ترسره شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۵۴
د روغتیايي خدمتونو د کړنو د ارزونې ملي سروې پایلو وړاندې کولو لپاره ناسته ترسره شوه

د دې سروې پایلې ښیې چې د هېواد په روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت څرنګوالی، چې په تېر یو کال کې ترسره شوی دی، او په دې اساس د عامې روغتیا وزارت رهبري کولای شي د ننګونو د حل، کره اوږدمهاله او لنډ مهاله پلان ګزارۍ، پالیسیو او ستراتیژیو جوړول او همدارنګه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کیفیت ښه کولو برخه کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره لازمې پرېکړې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح دغه ناسته کې چې په دې اړه جوړه شوې وه وویل: د روغتیايي خدمتونو د ارزونې د ملي سروې پایلې کولی شي چې په هېواد کې د پلان جوړولو، اغېزمنتوب، کیفیت او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي، همدارنګه د دې سروې پایلې ښیي چې په ۲۸ ولایتونو او ۲۲ حوزوي روغتونونو کې د تېر کال په پرتله د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه چې د دې سروې پایلې د هېواد د روغتیا سکتور سره په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو سیسټم ښه کول، له اداري فساد څخه مخینوئ، د شواهدو پر بنسټ د پرېکړو او پلان جوړولو په برخه کې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د صلاحیتونو برجسته کولو کې همکاري کولای شي.

دغه راز ډاکتر مجروح زیاته کړه: "د روغتیا سکتور د هېواد په کچه یو له ترټولو تخصصي سکتور دی، چې تل د پام وړ واقع شوی، او په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ په وروستیو کلونو کې د روغتیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو، مګر اړتیا ده تر څو د روغتیایي خدمتونو د کیفیت او موثریت د لاښه والي په پار اړمنو ته زیات کارونه وشي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیا ارزونې ملي سروې د درېیمې ډلې (Particip/KIT) د نړیوال بانک په مالي مرسته د صحتمندي پروژې له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې ده.

همدارنګه په دغه سروې کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ابتدایي اساسي (BPHS) برخه کې له ۸۵۵ روغتیایي مرکزونو، ۳۸ ولایتي حوزوي روغتونونو، د ۳۷۹۶ روغتیایي کار کونکو سره مرکه او د ۹۳۴۵ تنه ناروغانو او ډاکترانو په لیدلو سره ترسره شوې ده، په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیا ملي سروې په جریان کې د روغتوني روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له ۷۵۴ تنو سره مرکه او ۸۷۰ تنه ناروغان او ډاکتران مشاهده شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS