د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه

پنجشنبه، وری ١٩/١٤٠٠

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت نن د " روغې او عادلې نړۍ جوړښت" تر شعار لاندې د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځله.

د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د روغتیا نړیوالې ورځې په پار ټولو روغتیایي کار کوونکو ته مبارکي وویله او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په ځانګړي توګه د پېچلو او سختو عملیاتونو په ترسره کولو کې د افغان ډاکترانو وړتیاوې وستایلې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغان ډاکټرانو د ولسمشر اعتماد وستایه، چې دوه ورځې وړاندې یې د کابل په یوه روغتون کې د پروسټاټ بریالی عملیات ترسره شو او وې ویل: د هېواد د ولسمشر بریالي عملیات ترسره کول د افغان ډاکټرانو وړتیا ښیي او خلک باید پر خپلو ډاکترانو باور وکړي.

ډاکټر مجروح وویل: د هېواد روغتیا سکتور په خورا سختو ورځو او شرایطو، په ځانګړي توګه د کورونا بحران په اوج کې خلکو ته ثابته کړه، چې موږ کولی شو معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو او د خپلو خلکو درملنه وکړو.

ډاکټر مجروح افغان ډاکټران د افغانستان د روغتیا سکتور شتمني وبلله او په ټولو دولتي ادارو، مدني ټولنو، رسنیو او د هېواد له اوسېدونکو یې وغوښتل چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو لپاره لوی پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې دغه پروګرامونه د جمهوري ریاست د عالي مقام په ملاتړ پلان شوي دي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر بشیر نورمل روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي د زیاتولو لپاره د وزارت پر هڅو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د عامې روغتیا ټولیز پوښښ د وزارت لومړیتوب دی.

ډاکټر نورمل وویل: "له نېکه مرغه، د افغان ډاکټرانو وړتیا لوړه شوې او د افغانستان طبي سیستم مخ پر ودې روان دی."

په ورته وخت کې د هېواد د طبي شورأ رییس ډاکټر نسرین اوریاخیل، په دې ناسته کې خبرې وکړې او ویې ویل: "په افغان ډاکټرانو د خلکو باور کولی شي چې په بهر کې د زیاتو پیسو د لګښت مخه ونیسي، ټول چارواکي او مسؤل ارګانونه باید په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

دغه راز، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ډیویډ لای په ټولیز روغتیایي پوښښ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روغتیا نړیوال سازمان په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکار دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS