د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د ابو علي سینا بلخي حوزوي او تدریسي روغتون سره د یو اندازه درملو او عصري طبي وسایلو مرسته وشوه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، مولوي شیخ میر صدام، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او د بلخ ولایت له عامې روغتیا سره د همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، مولوي شیخ میر صدام د روغتیا نړیوال سازمان له بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، د ابو علي سینا بلخي سیمه ییز او تدریسي روغتون د نړیوالو بنسټونو دا ډول بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.