د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې رییس د ځوانانو ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۳۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې رییس مولوي حافظ انعام الله عمار او ورسره مل پلاوي د ځوانانو ۱۰۰ بستریز روغتون څخه د شپې ناوخته لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي د یادې لیدنې په ترڅ کې د روغتون ټولې برخې له نژدې ولیدې، اړونده برخو کې یې نیمګړتیاوې معلومې، کارکوونکو ته یې د حل لارښوونه وکړه او د یو شمېر ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکولو تر څنګ ناروغانو ته د رواني او ټولنیز تدریس په ښه توګه مخ ته وړلو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS