د زړه لومړی عملیات د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې په بریالیتوب ترسره شو

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
د زړه لومړی عملیات د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې په بریالیتوب ترسره شو

د اندراګاندي صحت طفل روغتون د ماشومانو د زړه ناروغۍ جراحۍ څانګې ډاکټرانو د یو دوه نیم کلن ماشوم چې د زړه په ناروغۍ باندې اخته وؤ په بریالیتوب سره علمیات ترسره کړ.

دغه ماشوم د فاریاب ولایت څخه دې روغتون ته راوړل شوی چې اوس یې روغتیایي حالت مخ په ښه کېدو ده.

دا په دې روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحۍ مرکز تر رامینځته کېدو وروسته د زړه لومړی عملیات دی. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په دې وروستیو کې د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ مرکز پرانیست.

دا په دولتي سکتور کې د هېواد په کچه د ماشومانو لپاره د زړه جراحي لومړنی مرکز دی. د عامې روغتیا وزارت هوډمن دی چې په هېواد کې د زېربناؤ زیاتوالي او روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو په پار د پېچلیوعملیاتو ترسره کولو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS