د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون لپاره د مسلکي روغتیايي کارکوونکو جذب
Publish Date
Closing Date
د هېواد دننه او له هېواده بهر د ټولو مسلکي روغتيايي کارکوونکو د پام وړ!
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت ویاړي چې په هېواد کې یې د لومړي ځل لپاره د سرطاني ناروغیو درملنې ځانګړی روغتون پرانیست او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړی دی.
یاد روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د معیاري او عصري خدماتو وړاندې کولو او پراخولو په موخه غواړي اړوند مسلکي او وړ روغتیايي کارکوونکي (ډاکټران او نور تخصصي کادرونه) جذب کړي.
له همدې امله، له ټولو هغو افغان ډاکټرانو او روغتیايي متخصصینو څخه چې د سرطاني ناروغیو درملنې برخه کې تخصص، زده کړې، تجربه او وړتیا لري او غواړي هېوادوالو ته با کیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي، خبر ورکول کېږي؛ تر څو خپل تحصیلي او مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک او يا واټس اپ شمېرې له لارې شریک کړي.
واټس اپ شمېره: 0781415269
برېښنالیک: imranrasooli2020@gmail.com
یادونه: هغه کسان چې اړوند شرایط پوره کوي، د راتلونکو پړاوونو لپاره به ورسره اړیکه ونیول شي.
په درنښت
د عامې روغتیا وزارت