د عامې روغتیا نوماند وزیر د غور ولایت څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۳:۲۹
د عامې روغتیا نوماند وزیر د غور ولایت څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د خپلو ولایتي سفرونو په دوام د غور ولایت ته تللی او د دې ولایت روغتیایي حالت یې له نږدې ارزولی.

په دغه سفر کې ملي شورأ کې د غور او بادغیس ولایتونو استازو د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جوادعثماني سره ملتیا کوي، لومړی یې د یادو ولایتونو د ولایتي روغتونونو بېلابېلو څانګو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وارزول کوم چې د روغتونونو اصلاحي پروژې لخوا ملاتړ کېږي.

ډاکټر عثماني له ارزونو وروسته وموندله چې روغتون له ډېرې مودې راهیسې د درملو له کمښت او د تدارکاتو سیستم له ستونزو سره مخ وؤ، نوپه همدې پار بدلونونو ته اړتیا ده، هغه اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت د درملو له مرکزي ګودام څخه دې یاد ولایت ته ژر تر ژره د اړتیا وړ درمل و لېږدوي تر څو د در ملو نشتون له امله د اړمنو ستونزې حل شي.

همدارنګه، ډاکټر عثماني د اصلاحي پروژې مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې دوی دې د تدارکاتو سیستم اصلاح او ښه کولو لپاره بدلونونه راولي ترڅو ټول روغتونونه چې د دې پروژې له لارې ملاتړ کېږي د درملو او طبي اړتیاوؤ له کمښت سره مخ نشي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا نوماند وزیر ژمنه وکړه چې موږ به د غور ولایتي روغتون ته د مسلکي متخصصینو په ګمارلو، دې روغتون کې د ارتوپیدي عملیات سمبال او عملي کولو لپاره اړین او کوټلي ګامونه پورته کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS