د عامې روغتیا نوماند وزیر د پکتیکا ولایت له والي، وکیلانو، مخورو خلکو او مشرانو سره وکتل
![دیدار سرپرست وزارت صحت عامه با والی، وکلای پارلمان، متنفذین و بزرگان ولایت پکتیکا](/sites/default/files/2020-09/dffdfffff.jpg)
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د جمعې په ورځ د پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په دوام د یاد ولایت له والي مجیب الرحمن څمکني، د پارلمان غړو، مخورو خلکو او مشرانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.
په دغه لیدنه کې، دوی د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د یاد ولایت روغتیایي ستونزې شریکې کړې او د روغتیا وزارت له مشر تابه څخه یې د دغه ولایت د خیرکوټ او اورګون ولسوالیو د روغتونونو د ستونزو او یادو روغتونونوته د ودې ورکولو برخه کې د لا ډېر پام غوښتنه وکړه.
ډاکټر عثماني د دغه ولایت روغتیایي ستونزو د ارزونې پرمهال له هغوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د روغتونونو اصلاحات، د کورونا ویروس، اداري د فساد پر وړاندې مبارزه، او د ښه روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت له مهمو برنامو څخه دي.
د عامې روغتیا وزارت نوماند زیاته کړه تمه ده چې په ټولو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د روغتیا امریتونو رامنځته شي، چې اساسي موخه يې په ټولو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول او په ټول هېواد کې د پلي کوونکو مؤسئسو لخوا د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څارل دي.
هغه همدا ډول د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې د څرنګوالي په اړه وویل، د خوښۍ ځای دی چې موږ د کورونا ویروس د خپرېدو لومړۍ څپې په کنټرولولو کې بریالي شوي یو، او موږ لاهم هڅه کوو چې د کوویډ - 19 ناروغانو تشخیص او درملنې لپاره له شته سرچینو څخه کار واخلو تر څو د ولایتونو په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د کوویډ -۱۹ دوهمې څپې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر رامنځته کړو.