د عامې روغتیا وزارت اړوند د احیاي مجدد روغتون ١٠ قلمه دیزل تیل ،مایع ګاز،فلتر باب ،روغنیات او نور ضروریات تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د دمعلولينو داحیاي مجدد روغتون د١٠ قلمه دیزل تیل ،مایع ګاز،فلتر باب ،روغنیات او نور ضروریات چی د تړون شمیره یېMOPH/RDH/NCB/1445/G-002ده. د ( تاج محمودي زراعتي مالداري او تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (٥٣٨٥٢) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( ١ناحیه، دقول اوردو زون، دوهمه کوڅه، اول نمبر کور ، مرکز ،) کې دی. چې د تړون بیه (١٠٦٨٢٤٥) یو ملیون اته ښپیته زره دوه سوه پنځه څلویښت افغانۍ ده د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي