د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي ورکشاپونو رنګول او په آساسي توګه بیارغونې  پروژه د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د  عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي ورکشاپونو رنګول او په آساسي توګه بیارغونې  پروژه چی د تړون شمیره یی MOPH /NCB/1402/W-04ده. د (د فروغ نګین شرق وانیز، تجارتي او لوژستیکي چوپړتیاوو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (74324) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارته نو، مرکز کابل، کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (6,879,219.2) شپږ میلیونه اته سوه نهه اویا زره او دوه سوه نولس اعشاریه دوه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،؛ څو د طبي اکسیجن ګاز د تدارک پروژې د بیا ځلی داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G01) ریفرینس نمبر لرونکې ده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو (د ناروغانو، پایوزانو او نوکریوالانو لپاره د آشا میدني اوبو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G026) ده، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیر خانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د روغتون د تعمیرونو رنګولو پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-RFQ -1405-S11) ده، د داوطلبۍ . . .

Back to tenders