د عامې روغتیا وزارت د اجرائیوي بورډ اووم پړاو ناسته ترسره شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۶:۳
د عامې روغتیا وزارت د اجرائیوي بورډ اووم پړاو ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د اجراییوي بورډ اووم پړاو ناسته د پالیسۍ او پلان جوړونې، مالي او اداري د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیالانو او د دې وزارت رئیسانو په شتون کې سهیلا صدیق تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د تېرې ناستې د پرمختګ او نورو موضوعاتو په تړاو له اړوندو مسؤلینو سره بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په دې برخه کې روغتیایي مسؤلینو لخوا ډېر معلومات ورکړل شول.

سربېره پردې، په دې ناسته کې د روغتیا پایلو د اووم کنفرانس په لاره اچولو چمتوالي، پر ټاکلي وخت سره د روغتیايي کار کونکو د معاشونو تادیه کول، د نظارت او ارزیابي سیسټم ته وده ورکول، د ادارو ترمینځ لا ډېره همغږۍ او د هغه اساسي واحدونو د مدغم اړتیا چې د اساسي جوړښت خواته روان دي له ګډونوالو سره خبرې او دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.

همدارنګه برخه اخیستونکو د یاد شویو مسلو د لا ښه والي لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS