د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې د ۴۶۵ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۸:۴
Exam

دغه ازموینه د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر، د ازموینو ملي ادارې رئیس، الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د یادې ادارې د استازو، ګڼ شمېر استادانو او روغتیا پالانو په شتون کې له ۶۲۲۰ تنو ګډونوالو څخه چې ۵۰۲۰ تنه یې نارینه او ۱۲۰۰ تنه یې ښځینه وې په بېلا بېلو طبي څانګو کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ازموینې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه له نېږدې واورېدل او په ازموینه کې د بریالیتوب تر څنګ د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ. ښاغلي وزیر همداراز وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو له دې وروسته د اکمال تخصص برنامې ازموینه  په هر کال کې دوه ځلې واخلي، چې له دې لارې په روغتونونو کې د متخصصینو شمېر زیات او وکولای شو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

له بل لورې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته په اشاره وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د روغتیا په برخه کې د زیاتو متخصصینو په روزلو سره د نورو پرمختللو هېوادونو سره ځان سیال کړي؛ تر څو وکولای شو په کور دننه ناروغانو ته بشپړ معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو. د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر زیاته کړه : په نږدې راتلونکي کې به جمهوریت روغتون ته په بېلا بیلو طبي څانګو کې د تخصصي زده کړو لپاره ۳۵۰ تنه ډاکټران د ازادې سیالۍ له لارې د یوې ازموینې په ترڅ کې وروپېژندل شي او ترڅنګ به یې د عامې روغتیا وزارت له لوري ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم ګڼ شمېر ډاکټران د تخصصي زده کړو لپاره واستول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS