د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي د انتاني ناروغیو درملنې تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۵
moph

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې لیدنه کې د روغتون بېلابېلې تشخیصیه، معالجوي او اداري څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر او موجوده امکانات یې له نږدې وارزول او د چارو د لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د یاد روغتون مسؤلینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل، چې د بشپړې رسېدنې او لازمې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS