د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۲:۴۶
moph

په یاده ناسته کې هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو، د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنې او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هېوادالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده وبلله او په همدې موخه یې د ټولو هغه روغتیايي کارکوونکو څخه چې هېوادوالو ته په صادقانه ډول خدمت ترسره کوي مننه وکړه او روغتیايي کارکوونکي یې د ولس رېښتیني خدمتګاران وبلل.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال همداراز د مرکزي روغتونونو له رئیسانو وغوښتل، چې  ولس ته د غوره روغتیايي خدمتونو په رسولو کې خپله دنده په ریښتیني ډول ترسره کړي؛ تر څو د ټولو ناروغو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او درملنه یې وشي.

نوموړي همداراز وویل، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ ترڅو د روغتیا په برخه کې د موجوده امکاناتو او تجهیزاتو تر څنګ له هرې ممکنې لارې روغتیایې سیستم پیاوړی او په کور دننه ولس ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS