د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د PLC له اجرائیوي ملاتړ کوونکو سره پر ليکه غونډه تر سره کړه
په دې غونډه کې د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو مرستيالانو او استازو، د ملک سلمان د بشري مرستو او امداد مرکز (KSrelief) او محمد بن زاید (MBZ) بنسټ استازو ګډون کړی و.
ياده غونډه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور پر ملاتړ، د روغتیايي زیربناوو او طبي تجهیزاتو په برخه کې د ټاکل شويو لومړیتوبونو پر عملي کېدو او د پولیو د اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې وشوې.
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د شریکانو له همکاریو مننه وکړه او د پولیو له منځه وړل یې د وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه وبلل.
همداراز، په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د واکسیناسیون د کیفیت لوړولو، له واکسین څخه پاتې ماشومانو ته د رسېدو، د ټولنو د باور پیاوړتیا او د دوامدارو تخنیکي او عملي همکاریو پر اړتیا ټینګار وشو.
