د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د اندراګاندي روغتون له خدمتونو او روغتیايي وضعیت څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۳:۴۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له مل پلاوي سره په ګډه د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د خدمتونو له بهیر څخه ليدنه وکړه

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ياد روغتون له ټولو څانګو څخه د ليدنې ترڅنګ روغتیايي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې؛ تر څو د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ، هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او ترې ویې وغوښتل، چې خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او اړوند مراجعینو سره هم لیدنه وکړه او د هغوی د شکایتونو او رضایت کچې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل؛ ترڅو ناروغانو ته خدمات په غوره ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۲۶
Background image

د ننګرهار روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه ۴۶ تنه زده کړیالان له نرسنګ، طبي تکنالوژۍ او فزیوتراپۍ څانګو څخه فارغ شول

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس ډاکټر محمد قاسم عادل، د ننګرهار عامې رئیس مولوي امین الله شریف او یو شمېر نورو مسؤلینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۹
Background image

بدخشان او کاپیسا ولایتونو کې له نېټې تېر درمل او سینګار توکي راټول شول

د بدخشان او کاپیسا ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د سينګار توکو او درملو له عمده پلورنځيو څخه د نظارت په ترڅ کې په بدخشان ولايت کې شاوخوا ۳۷ کارټنه بې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۲
Background image

ننګرهار ولایت کې د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو شاوخوا ۵ زره فارغ شویو زده‌کړیالانو څخه د اګزیټ ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په بشپړ شفافیت او منظم ډول واخیستل شوه، چې موخه یې د فارغ شویو زده‌کړیالانو د علمي او مسلکي وړتیاوو ارزونه، د روغتیايي خدمتونو کیفیت. . .

BACK TO NEWS