بدخشان او کاپیسا ولایتونو کې له نېټې تېر درمل او سینګار توکي راټول شول
د بدخشان او کاپیسا ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د سينګار توکو او درملو له عمده پلورنځيو څخه د نظارت په ترڅ کې په بدخشان ولايت کې شاوخوا ۳۷ کارټنه بېکیفیته سينګار توکي او کاپیسا ولایت کې ۵۵ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
