ننګرهار ولایت کې د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو شاوخوا ۵ زره فارغ شویو زدهکړیالانو څخه د اګزیټ ازموینه واخیستل شوه
یاده ازموینه د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په بشپړ شفافیت او منظم ډول واخیستل شوه، چې موخه یې د فارغ شویو زدهکړیالانو د علمي او مسلکي وړتیاوو ارزونه، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول او د مسلکي معیارونو پلي کول دي؛ ترڅو بریالي ګډونوال وکولای شي د هېواد په روغتیايي سکټور کې د معیاري او اغېزناکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتو شي.
