د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ٠٥/٢٥/ ۱۴۰۴ نېټې څخه تر ۰۶/ ۰۶/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، غزني ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

 •          ۲۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه

 •          ۴۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

 •          د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي، درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال، چې په غزني ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په ذکر شوې نېټې مراجعه وکړي؛ ترڅو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې وشي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۲:۱۸
Background image

خبرتیا!

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د فیستول ناروغانو د درملنې لپاره د کندهار په میرویس او د کابل په رابعه بلخي روغتونونو کې دوه مجهز مرکزونه  جوړ کړي دي؛ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه

ټاکل شوې ده چې د (Comprehensive) عمومي متفرقه ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په وروستۍ اوونۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د اکمال تخصص لوی رياست بیا ځلې خبرتیا!

هغه ‌ډاکټران چې دوه کلنې تخصصي زده کړې یې له هېواد څخه بهر ترسره کړې دي، هغوی ته د اسنادو بشپړېدو لپاره د 1405  هـ ش کال د حمل میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وخت ورکړل شوی دی؛ چې تر دې . . .

Back to announcements